د تېر شوى پروګرام په شان به مونږ په دې پروګرام کښې هم د اورېدو په حقله خبرې کوو. په دې پروګرام کښې به تاسو د اورېدلو مسئلې په حقله خبرې اورئ. د غوږونو او د هغه څيزونو په حقله خبرې د کومو په وجه چې مونږ ته په اورېدلو کښې مسئلې پېدا کيږى. د دې نه علاوه به د دې په باره کښې هم اورو چې دا څومره ضرورى خبره ده چې نور خلق زمونږ نه ښې خبرې واورى.