د اِسحاق او رِبقې جوړه بچى وُو، د يو نوم عِيسو او بل يعقوب وو. مالِک خُدائ د رِبقې سره وعده وکړه چې مشر به د کشر خدمت کوى، خو کله چې عِيسو کور ته راغے نو هغه ډېر وږے شوے وو، يعقوب د خوراک په بدل کښې د هغۀ نه د مشرۍ حقُونه واخستل. عِيسو د خُدائ پاک برکتونو ته سپک وکتل او د يو وړې خوشحالئ دپاره يې د خُدائ پاک د ابدى وعدې سودا وکړه.