زيارت ګُل بيا د خاندان او د ماشومانو د برکت باره کښې خبرې کوى، او وائى چې څنګه يتيمانان د مور پلار د مينې نه بغير په تکليف او سختو حالاتو کښې وى. خدائ پاک غواړى چې زمونږ آسمانى پلار جوړ شى او هغه مونږ خپل روحانى بچى جوړول غواړى. مونږ د عيسى مسيح په وسيله او په هغۀ باندې ايمان راوړلو سره د خدائ پاک په کورنۍ کښې شاملېدلے شو. ځکه چې صرف د عيسى مسيح په وسيله مونږ خدائ پاک خواته تلے شو.