په دې پروګرام کښې دوه ښځې د يوې کورنۍ په کور کښې د يو بل سره جنګ جګړو خبرې کوى چې په يو بل چغې وباسى او نور خلق په دې عمل غُصه کوى او خفه کوى. مشره ښځه د دې په حقله خبرې شريکوى چې هغې په رېډيو باندې د دې په حقله څۀ زده کړى وُو. که تاسو غواړئ چې د جنګ نه ځان وساتئ نو په دغه وخت کښې کور نه بهر لاړ شئ، او په جنګ ګښې حيصه مۀ اخلئ او يا يو خوا ته چپ کښېنئ. او د هغې نه پس ته د نورو سره په آرام خبرې وکړئ.