زيارت ګُل د يو سړى قيصه کوى چې د هغۀ دوه ښځې وې خو دويمه ښځه يې ډيره خوښه وه. وړُمبۍ ښځه چې په زړۀ کښې يې حسد وو، هغې غلطه افواه خوره کړه چې دا دويمه ښځه بې وفا ده. دا الزام دومره خراب وو چې خاوند يې د خپل عزت ساتلو د پاره هغه دوېمه ښځه ووژله. نو دغه شان مونږ هم د خدائ پاک نه لرې شو او د هغۀ په نظر کښې شرمنده شو، خو هغۀ بيا عيسى مسيح راولېږلو چې زمونږ شرم لرې کړى او په ګناه مو پرده واچوى.