عبدالله او زيارت ګُل دې سره اتفاق کوى چې خاندان هغه وى په کوم کښې چې ستا تعلق وى، هغوئ تا قبلوى، او تۀ هغوئ قبلوې. څۀ خاندانونه د خپل ميراث په حقله خبرې کوى. خو اوس سوال دا پېدا کيږى چې يو کس يا خاندان په څۀ وجه خاص او د اهميت وړ جوړيږى، نو زيارت ګُل دا وائى چې خدائ پاک بنى آدم په خپل صورت جوړ کړو، او داسې کولو سره يې مونږ له عزت راکړو.