عبدالله او زيارت ګل دې سره اتفاق کوى چې خاندان مونږ له شناخت راکوى، او مونږ په خپل خاندان کښې محفوظ يو. مسلمانان، يهوديان، او عيسايان ټول دا منى چې حضرت ابراهيم د هغوئ پلار دے. خدائ پاک هغه غوره کړو چې په زمکه ټولو خاندانونو له برکت ورکړى، خو خدائ پاک د عيسى مسيح په وسيله چې د حضرت ابراهيم د نسل نه راغلو يوه نوې د ايمان نه ډکه کورنۍ جوړوى او مونږ ټول د روح په وسيله رايوځائ کوى.