په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به د مالش کولو، صفايئ خيال ساتلو، پېزار اچولو او د ورزش په ذريعه د خپلو پښو خيال ساتئ. او تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح د خپلو مريدانو پښې ووينځلې او زمونږ د پاره ئې يو مثال قايم کړو. او خاص خبره دا ده چې هغه دې دنيا ته زمونږ د خاطره راغلو او خپل ژوند ئې قربان کړو. هغۀ خپل ځان حليم کړو، خو خدائ پاک هغۀ له لوئ مقام ورکړو.