ملګرى څۀ کوى؟ آيا تاسو د همېشه دپاره ملګرے جوړولے شئ؟ د ملګرتيا د فطرت په حقله خبرې، د يو ښۀ ملګرى غوره کولو اهميت او د دروغژنو ملګرو نه د ځان ساتلو په حقله د خبردارى خبرې تاسو ته په دې پروګرام کښې وړاندې کړے شوى دى. رښتينى ملګرى خپل د زړۀ حال، خپل تکليفونه او د خوشحالۍ خبرې يو بل سره شريکوى. خُدائ پاک عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره راولېګلو چې زمونږ يو ښۀ ملګرے جوړ شى، څوک چې به مونږ له آرام راکوى، زمونږ لارښودنه کوى او د تل دپاره به مونږ سره وى.