هغوئ بيا د ژوندون اوبو خوا ته راشى چې اوبۀ ترېنه وڅښى او هلته اودۀ شى. څو ورځې د آرام نه پس هغوئ په خپله لار روان شى او د هغوئ لاره کاړيزه شى او مسيحى د هغوئ لارښودنه د شنو وښو مېدان خوا ته وکړى. په لاره هغوئ د دروغو ډاډګيرنې سره ملاو شى او ډېر زر په هغوئ تيارۀ او باران ورېدل شروع شى. دوئ په کنده کښې پرېوځى چرته چې هغوئ يو د مايوسۍ ديو سره ملاو شى څوک چې هغوئ بې حوصلې کوى، ووهى، په قېد کښې واچوى او د هغوئ د مړ کولو کوشش وکړى.