یوه ښځه فرياد کوى، “په ما باندې ولې ظلم کیږى؟ زه ولې چغې وهم او وهل شوې یم؟ آیا ما ګناه کړې ده؟ آیا سړے ښۀ دے او ښځه بده ده؟” نو بیا په مقدس کلام کښې د سړى او ښځې د پیدایښت قيصه ده. که څۀ فرق پکښې شته، خو د خدائ په نزد دواړه یوشان قدر لرى، ځکه چې دواړه د هغۀ په شکل کښې پېدا شوى دى. څۀ چې خدائ جوړ کړى دى هغه ډېر ښۀ دى.