یوه ښځه زیارت ته ځى چې د خپل زوئ دپاره دعا وکړى، خو هغه ودریږى او فکر کوى، “دا به څه ګټه ولرى؟ آیا ښۀ او بد روحونه شته؟” خدائ ټول روحونه جوړ کړل خو ځينو پکښې بغاوت وکړو، په خاص طور اِبليس. خدائ زمونږ څخه غواړى چې یوازې په هغه باندې توکل وکړو او باور ورباندې ولرو، نه چې په نورو روحونو باندې.