يوې کورنۍ ته ووئیل شول چې قرض پورا کولو دپاره دې خپل زوئ ورکړى. د خدائ په کلام کښې ابراهیم ته ووئیل شول چې اسحاق قربانى کړى. هغه شروع وکړه چې دا کار وکړي، خو خدائ هغه منع کړو او د هغۀ په ځائ یې یو ګډ د قربانۍ دپاره ورکړو. ابراهیم د تابعدارۍ دا ازمېښت تېر کړو. دا د خدائ د حقیقي قربانۍ یعنې عيسىٰ مسيح یو تصویر دے.