دا آسانه خبره ده چې مونږ نور خلق د هغوئ د ګناهونو او غلطۍ له امله ملامته کړو او په دې اړه ښځه په آسانۍ سره په نښه کیدے شى. بدى له کوم ځایه راځى؟ د خدائ کلام مونږ ته وایى چې اِبليس ښځې ته دوکه ورکړه. هغې سړى ته منع کړے شوې مېوه ورکړه او دواړو د خُدائ پاک د مرضۍ خلاف د غلطې فېصلې ټاکنه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه. هغوئ کوشش وکړ چې خپل ځانونه او خپل ګناهونه پټ کړى.