وينا مې واؤره زۀ کوم درته زارى مالکه
لکه د نورو غوندې ځم به قبرستان ته ربه
دعا مې واؤره رحم وکړه زۀ فرياد کومه
زۀ چې هر کله خپل لاسونه کړمه پورته ربه
هغوئ ته تۀ ورکړه سزا د عملونو سزا
تۀ بدله دوئ ته د خپلو عملونو ورکړه
ځکه چې دوئ دې بې پرواه د رب کارونو نه
نو داسې خلق خو به چرته هم آباد نۀ شى
ما سره اودې کړو مدد ځکه خوشحاله يمه
ثنا صفت به کړم بيان شکر ادا به کړم
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز