د مسيح په حقله يوه پېشن ګوئ شوې وه چې پکښې هغۀ ته “د سلامتئ شهزاده” وئيلے کيږى. فرښتو د عيسىٰ مسيح د پېدا کېدو خبر ورکړو او وې وئيل، “په زمکه دې په خلقو سلامتى وى”، عيسىٰ مسيح خپلو مريدانو ته ووئيل چې هغه به هغوئ له خپله سلامتى ورکړى چې د هغوئ سره به وى، هغه سلامتى کومه چې د عيسىٰ مسيح سولۍ کېدو سره ملاو شوه. په عيسىٰ مسيح باندې ايمان روړلو سره، مونږ په دې دنيا کښې د خدائ پاک حقيقى سلامتى تر لاسه کولے شو.