داسې هيڅوک هم نشته چې صادق وى، يو هم نشته. خدائ پاک انسان د هغۀ سره د ملګرتيا دپاره پېدا کړو او هغۀ له يې په باغ عدن کښې ځائ ورکړو. هلته د يوې مېوې بوټے وو د کومې نه چې يې هغوئ منع کړى وُو، خو آدم او حوا دواړو د خدائ پاک نافرمانى وکړله. ګناه د دې عمل په وجه دنيا ته راغله او مونږ ټول پخپله خوښه او ارادې باندې ګناه کوو.