په شروع کښې، خدائ پاک په اوو ورځو کښې زمکه او آسمانونه پېدا کړل، اول رڼا، دوېم آسمانونه، بيا درېم زمکه، او دا يې د سمندرونو نه جُدا کړه، او ټولې سبزيانې او بوټى يې پېدا کړل. څلورم، هغۀ نمر، سپوږمئ، او ستورى جوړ کړل. پېنځم، ټول سمندرى بلاګانې او مارغان يې جوړ کړل. شپږم، ټول د زمکې مخلوق او انسان يې جوړ کړو. دا هر څۀ هغۀ په خپل کلام جوړ کړل. په اوومه ورځ هغۀ دا هر څۀ وليدل چې ښۀ وو، او څۀ يې ونۀ کړل.