خلق يو داسې مسيحى سره ملاوېدے شى چې د چا ژوند د مينې او خوشحالئ نه ډک وى. خو هغوئ له عيسىٰ مسيح پېژندل پکار دى، او د کتابِ مقدس لوستل د ايمان طرف ته يو لوئ قدم دے. روحُ القدس دوئ ته عيسىٰ مسيح، او د ګناه سزا څرګندوى. د ګناه اقرار کول، معافى حاصلول، او د بدو کارونو او ګناه نه توبه کول پکار دى. او داسې کولو سره زمونږ ژوند بدليږى. دعا کول او نورو ايماندارانو سر رفاقت ساتل پکار دى او د مسيح زېرے خلقو ته رسول پکار دى.