حضرت موسىٰ يو زبردست پېغمبر وو، هغۀ د اسرائيليانو رهنمائى وکړه. خدائ پاک وفرمائيل، ” زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم”. عيسىٰ مسيح دا پېشن ګوئى پوره کړه خو هغه د موسىٰ نه زيات اختيار مند وو، او هم هغه آخرى اختيار مند دے، ځکه چې هغه صرف يو پېغمبر نۀ دے؛ بلکې هغه مالک هم دے.