مسيح مونږ له حُکم راکوى چې د هغۀ زېرے ټولو خلقو ته ورَسوو. مونږ د کلام او عمل سره د خُدائ پاک مينه شريکولے شو. وړومبے قدم “خُدائ پاک تاسو سره مينه کوى”. دويم، “خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے”. زمونږ ګناهونه لکه د دېوال زمونږ او د خُدائ پاک تر مېنځه دى، خو هغه مونږ سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ د دېوال لر کولو يوه لار جوړه کړه.