په زړه عهد نامه کښې د حضرت موسىٰ تورات، او د حضرت داود زبورونه، او د پېغمبرانو صحيفې دى، کوم چې په عبرانۍ ژبه کښې تقريباً دوه سوه قبلِ مسيح کښې نازلې شوې دى. نوې عهد نامه په يونانۍ ژبه کښې د عيسىٰ مسيح شاګردانو ليکلې ده. نوې عهد نامه يا انجيل شريف په څلورو انجيلونو، اعمال د رسولانو کتاب او د مرېدانو په خطونو باندې مشتمله ده او تقريباً دو سوه عيسوى کښې دا صحيفې ومنلے شوې او د دې آخرى کتاب د يوحنا رويا په نوم ياديږى.