خدائ پاک زمکه ښۀ جوړه کړې وه، خو زمونږ ګناهونو زمکه لعنتى کړه. هغه مونږ نه زمونږه آزاده مرضى نۀ اخلى چې مونږ ګناه وکړو، ځکه مونږ په يو ګناه ګاره دنيا کښې اوسيږو. خدائ پاک د ګناه عدالت کوى او په مونږ آفتونه راولى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا کړى دى چې ذکر يې په کتابِ مقدس کښې شوے دے. په ايوب باندې آفت راغلو، خو هغۀ بيا هم خدائ پاک رد نۀ کړو، بلکې هغه سم شو، او يو په دوه برکت يې وموندلو. خدائ پاک هر کار د خپلو مقصدونو په مطابق کوى.