د ګناه په وجه مونږ شرم ته مخامخ کيږو، بيا مونږ د خلقو او د خدائ پاک نه د پټېدو کوشش کوو. بيا مونږ د آدم او د حوا په شان په نورو الزام لګوو. او د ګناه په وجه د ښځې د ماشوم د زږېدو درد زيات شو، او د ګناه په وجه د ښځې خاوند او په نورو رشتو هم اثر پرېوتو. زمکه لعنتى شوه، او په زمکه زمونږ کارونه ګران شو. او د ګناه په وجه مرګ راغلو.