که ټول مذهبونه رښتينې نۀ وى، ځکه چې دا ټول د يو بل متضاد دى، نو بيا دې مونږ د حقيقت لټون وکړو. په ځينو عقيدو کښې به د حقيقت څۀ نه څۀ نښې وى، خو د لارې نښه منزل نۀ وى، او مونږ هلته نۀ شو ودرېدے تر څو چې منزل ته نۀ يو رسېدلى. ډېرې ډلې د تخليق کونکى نه خبر دى، خو د پولوس د وخت د يونانيانو په شان، د هغوئ دپاره هغه يو “نامعلومه خدائ” دے. خو د مسيح په ذريعه مونږ خدائ پاک پيژندے شو.