يعقوب يو ځلې بيا د مرګ په حال کښې پروت پلار نه د مشر ورور په ځائ برکت واخستو او عِيسو له يې دوکا ورکړه. يعقوب د عِيسو د قهر نه وتښتېدو او يو خوب يې وليدو په څۀ کښې چې مالِک خُدائ د ابراهيم او د اِسحاق سره شوې وعدو بيا يقين ورکوى. يعقوب به د خپل ترۀ دپاره کار کولو او کله چې هغه واپس روان وو نو هغۀ يو فرښتې سره کُشتى وکړه او هغۀ ورله نوم بدل کړو او اسرائيل يې پرې کېښودو، چې د خُدائ پاک شهزاده ورته وائې.