عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک د خلاصون منصوبه پوره کولو دپاره تکليف وزغملو او مړ شو، او هغۀ پخپله د دنيا ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل. مسيح د يروشلم نه بهر په سولۍ کړے شو، او هغۀ د هغوئ دپاره دُعا وغوښته “دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى” هغۀ تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ” دا کار پوره شو. اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم” او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.