يوسف به په قېد خانه کښې د خوبونو تعبير کولو. فِرعون به هم خوبونه ليدل او د هغې تعبير دپاره به يې يوسف راغوښتو. د کثرت او د قحط په اوه کلونو کښې، فِرعون يوسف د مِصر مشر کړو، چې هغه هر څۀ راغونډ کړى چې د ډېرو کلونو دپاره ذخيره کړى. د قحط په وخت ډېر خلق مصر ته راغلل چې پکښې د يوسف وروڼه هم وُو، هغۀ ته په سجده شول، لکه څنګه چې هغۀ خوب ليدلے وو.