د يعقوب يولسم زوئ يوسف خوب وليدو چې د هغۀ ټول خاندان هغۀ ته سجده کوى. د هغۀ وروڼو د هغۀ نه نفرت کولو او هغه يې د غلامئ دپاره خرڅ کړو. په مصر کښې يوسف د فوطيفار خدمت کولو، د چا ښځې چې په هغۀ د لاس اچولو الزام لګولے وو. يوسف قېد کښې واچولے شو خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه د قېدخانې مشر شو.