د مالِک خُدائ ابراهيم سره د کنان د زمکې وعده تقريباً پوره کېدو والا وه. د موسىٰ نه پس يشوَع مشر شو، او هغۀ يريحو ته جاسوسان ورولېږل چرته چې د هغوئ مرسته راحب وکړه. خُدائ پاک د اُردن درياب د خلقو د تېرېدلو دپاره تقسيم کړو. مالِک خُدائ پاک يشوَع ته ځان څرګند کړو او هغۀ ته يې د يريحو ښار فتح کولو چل وښودلو، او دغه شان هغه ښار تباه شو، خو راحب بچ کړے شوه.