کله چې یو څوک مونږ ننګوي یا مونږ ته چلنج راکوي، مونږ په فطرتي توګه د خپل ځان او خپل دریز څخه دفاع کوو. مونږ دا کار شخصي یا ذاتي ګڼو: مونږ ښايي داسې سوچ وکړو چې دا کس زمونږ په بشپړتیا او ذاتي انځور باندې برید کوي. رښتینې او صادقانه اړیکې باور رامینځته کوي، چیرې چې د اختلاف په صورت کې په نرمۍ سره پر حقیقتونو خبرې کیدی شي. غوسه ناکه الفاظ کیدای شي ویجاړونکي وي. که غلط ثابت شولو، نو مونږ باید معافي وغواړو او پخلا شو. دلته، دوه اړخیز درناوی بنیادی مسئله ده.