مشران باید په باقاعده توګه د نیوکې یا تنقید تمه ولري. مونږ باید د یوې خبرې اصلي محتوی واورو او هغه حقیقت ته چې په هغه کې نغښتی دی ځان تسلیم کړو، نه په خپله تنقید ته. مونږ ښايي تنقید خوښ کړو یا خوښ نکړو، یا د هغو سره موافق واوسو، مګر مونږ اړتیا نه لرو چې د هغې پروړاندې سخت غبرګون وښیو او د هغې نه سرغړونه وکړو. که تنقید کوونکی زمونږ ملګري وي، هغه ممکن ونه غواړي چې مونږ ته نقصان ورسوي، مګر مونږ د خپلې ودې دباره حقیقت ته اړتیا لرو.