د خلکو پوهول به مونږ سره مرسته وکړي چې زغم ولرو او بخښنه (معافي) وکړو، دا مونږ ته د مشرتابه یا رهبرۍ او هڅونې وړتیا راکوي، او کیدای شي مونږ له جګړو څخه وژغوري. هر انسان مینه، ځاني ارزښت، هویت او امنیت ته اړتیا لري. که مونږ د خپل ځان او د نورو خلکو په قوتونو او کمزورتیاوو باندې پوه شو، نو بیا مونږ کولای شو د یو ټیم په توګه په شریکه کار وکړو.