کله چې زمونږ ملګرى نۀ وى او دا محسوس کوو چې څوک زمونږ خيال نه ساتى نو دغه وخت مونږ ځان يوازې محسوس کوو. کېدے شى چې مونږ په يو نوى ځائ کښې يو او يا په څۀ صدمه، درد يا د څۀ په غم کښې راګېر يو. زمونږ زړونه د کور په شان دى. څۀ ډېر کولاو دى، ځينې په ښۀ طريقه محفوظ دى او ځينې بالکل بند دى. که څۀ هم مونږ قېد کوى خو خُدائ پاک همېشه غواړى چې مونږ په خپل طاقت او حقيقت آزاد کړى.