د پېدايښت کتاب نه تر ګردان پورې تورات د خُدائ پاک بنيادى حقيقت دے. د موسىٰ آخرى پېغام د خپلو خلقو دپاره دا وو چې، “مۀ هېرَوئ!” (د مالک خُدائ وعدې، ورکړه، برکتونه، رحم، قيامت، پاکوالې، او جلال – او د ټولو نه زيات، د هغۀ مينه!). موسىٰ د ځان په شان د راتلُونکى پېغمبر پېشن ګوئ کړې وه چې هغه به يو عبرانے وى او د مالِک خُدائ په نوم به خبرې کوى. هغه به د يو ثالث کردار ادا کوى او معجزې به کوى. “د هغۀ واورئ”.