اے مالکه خدايه زما زړۀ په تا مضبوط دے
زۀ به دَ خپل ځانه سره ستا حمد اؤ سرود وايم
اے بينجو ربابه پاڅه زۀ په سندرو به سحر پاڅم
خدايه دا ستا ثنا بيان کړم دَ خلقو مينځ کښې به حمدونه وايم
ځکه چې ستا ابدى مينه دَ آسمانونو دَ پاسه ده
وفادارى ستا تر آسمانه اؤ ستا جلال زمکې دَ پاسه دے
مونږ دې په ښى لاس سره بچ کړه، يا الله تۀ زمونږ مدد وکړې
اؤ چې دَ چا سره تۀ مينه کړې يا الله تۀ دَ هغوئ مدد وکړې
دَ بنياد امداد به څۀ وى دښمن خلاف مو تۀ مدد وکړې
زرې زرې به مو دښمن وى يا الله تۀ مو چې مدد وکړې
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز