د تېر شوى پروګرام په شان به نن هم تاسو د پوزې په باره کښې خبرې اورئ خو نن به تاسو د يوې داسې مسئلې په باره کښې خبرې اورئ کومه چې ځينې خلقو ته هر وخت را پيښيږى. دا د پوزې نه د وينې بهېدو يا د وينې راتلو په باره کښې ده. دې نه علاوه به تاسو د پوزې د نورو مسئلو په حقله هم اورئ چې د دې به څنګه خيال ساتئ