اے پاکه خدايه دَ انصاف دَ پاره، بادشاه له همت ورکړه
دَ بادشاه زوئ له صداقت ورکړه، دَ بادشاه زوئ له صداقت ورکړه
په صداقت سره دَ خلقو عدالت به وکړى
دَ مظلومانو عدالت کښې انصافونه وکړى
سلامتى اؤ امن را به ستا له غرونو شى
چې ستا دَ لارې خلق څوک وى خدايه
دَ مظلومان مدد کړى هميش دَ خلقو مينځ کښې
غريب به خلاص کړى اؤ ظالم له به سزا ورکوى
څو چې نمر سپوږمئ وى خلق له تا يريږى
نسل در نسل چې ژوندى وى خلق به تا يادوى
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز