اے مالکه خدايه مهربان شه په سختئ يمه
نظر مې لاړ دَ سترګو بدن، روح په کمزورئ يمه
تۀ مهربان شه ربه، تۀ مهربان شه ربه، تۀ مهربان شه ربه
عمر مې تير شو دَ خفګانه سره، ژوند مې په غم کښې تير شو
هډوکى شوى مې کمزورى ختم کړے ګمراهئ يمه
ټول دشمنان اؤ ګاونډيان زما، ټول راته سپک نظر کړه
نزدې راځى مې نۀ دوستان، هم لرې دَ پردى يمه
دَ ځان په حقله افواګانې، اؤريدلى دى ما
له هرې خوا نه راګير شوے يم بندى، بندى يمه
خو اے مالکه خدايه واؤره زما، په تا يقين دے زما
هم تۀ مې خدائ يې زۀ اخته په بندګئ يمه
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز