کله چې ستاسو بچى په وخت کار نۀ ختموى نو يقيناً چې دې سره به تاسو له ډېره غُصه درځى. او تاسو ورته په وئيلو وئيلو ستړى شئ او بيا بيا ورته وايئ چې د کور کار وکړه يا د سکول کار وکړه. خو په هغوئ کښې هيڅ بدلون او حرکت نۀ راځى. نو تاسو څۀ کوئ؟ نو په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله زده کړه کوئ چې د يو ماشوم څنګه تربيت کول پکار دى. مونږ د خدائ پاک په لاسونو کښې د خاورې په شان يو.