د غوښتلو دُعا آسان وى ځکه چې مونږ په خُدائ پاک باندې باور کوو، او هغه هغه چا له د “ښۀ څيزونو” ورکولو وعده کوى څوک چې د هغۀ نه غواړى او هغه په ډېره اندازه ورکوى. مونږ د هغۀ شُکر ګزارى او د هغۀ تعريف کولے شو ځکه چې هغه لوئ دے. د دُعا کولو بل قِسم د خُدائ پاک وړاندې د خپلو ګناهونو او بد کارونو اِقرار کول دى او د هغې معافى غوښتل دى.