هغه د خپلو معایناتو لپاره ځي، او اوس د شپږو میاشتو امیندواره ده، هغه احساس کوي چې ماشوم يې لغتې وهي. زړه بدي يې له منځه تللی، خو پښې یې پړسېدلې او ملا یې نوره هم درد کوي. هغه د خپلو پښو په وریدونو کې پړسوب او برېښ لري. هغه د معدې د تیزابیت ستونزه هم لري. قابله هغې ته لارښوونه کوي چې څنګه د دې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړي، هغه خپلې پښې باید له ځمکې څخه پورته وساتي، ورته چاپي یا ماساژ ورکړي، او یو څه ساده ګولۍ ګانې ورکوي.