که مونږ د ستونزو او لانجو په اړه فکر وکړو او د هغه پوهې په کارولو سره چې مونږ یې لرو د هغې د حل کولو عملي لارې چارې ولټوو، مونږ کولای شو هغه حل لارو ته ورسیږو چې ساده او عاقلانه وي. د عیسی د “وروک شوی زوی” په داستان کې هلک په ساده ډول “خپل هوش ته راغی” او بېرته کور ته لاړ. که هغه طریقه چې مونږ یې ترسره کوو کار نه کوي، مونږ باید هغه بدل کړو او هغه څه وکړو چې نتیجه ورکوي.