کله چې خُدائ پاک دا قانون ورکولو نو هغۀ ته دا معلومه وه چې يوازې يو ګناه هم دا قانون ماتولے شى. د دې حُکمونو وجه دا وه چې مونږ ته خپل ګناهونه ښکاره شى، لکه څنګه چې اېکسرے مونږ ته زمونږ بدن کښې خرابى خائ، هم دغه شان د دې قانون مقصد هم مونږ ته زمونږ ګناهونه ښکاره کول دى؛ لکه څنګه چې اېکسرے مونږ نۀ شى ټيک کولے، دغه شان قانون مونږ نۀ شى ټيک کولې، خو يوازې خُدائ پاک داسې کولے شى.