په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله اورئ چې مونږ ته د آرام ضرورت دے. تاسو به د هغه ورزش په حقله هم اورئ کوم چې مونږ له په ذهنى دباؤ کمولو کښې مدد راکوى. او دا به هم زده کوئ چې عيسىٰ مسيح مونږ ته په خدائ پاک باندې د يقين کولو په حقله ښودنه کړې ده. او دا به هم اورئ چې په ذهنى دباؤ او فکرمندئ کښې څنګه د خدائ پاک د طرف نه آرام موندلے شئ.