اِسرائيليانو د نورو قومونو په شان يو بادشاه غوښتو، نو خُدائ پاک سموئيل د ساؤل غوره کولو دپاره ولېږلو. خو ساؤل د خُدائ پاک نافرمانى وکړه او هغه رد کړے شو، نو خُدائ پاک سموئيل ولېږلو چې حضرت داؤد غوره کړى، څوک چې ځوان او يو داسې سړے وو چې د خُدائ پاک زړۀ ته نزدې وو، او هغۀ به د خپل پلار دپاره ګډې ساتلې. حضرت داؤد يو موسيقار هم وو او هغۀ ډېر ښکولى زبورونه ليکلى دى.