خدای انسان یو اخلاقي مخلوق جوړ کړی دی چې د حق او باطل د احساس درلودونکی دی چې ورته ضمیر یا وجدان ویلی کېږي. همدارنګه، مونږ د خدای پاک حکمونه لرو چې مونږ ته د خدای ارزښتونه او د کړو وړو اصول را زده کړي. عیسی وویل، “د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ.” نو خدای پاک انسانان د همدې ډول ژوند د کولو لپاره ډیزاین کړي دي. عیسی مونږ ته وویل چې له خپلو ګناهونو نه توبه وباسو او د خدای په روح کښې بیا زېږون ترلاسه کړو. مسیح زمونږ د ګناهونو لپاره مړ شو او د مرګ نه په بیا راژوندي کېدلو سره يې دا ثابته کړه چې هغه د خدای زوی دی. مونږ تاسو ته بلنه درکوو چې په عیسی باندې د خپل نجات ورکوونکي او خپل د ژوند مالک په توګه باور او یقین وکړئ.