زمونږ ذهنونه د خدای لخوا یوه حیرانونکې ډالۍ یا تحفه ده. لکه څنګه چې مونږ خپل سوچونه پروسس کوو، مونږ کولای شو دلیل وړاندې کړو، کوم چې مفکورې او منصوبې رامینځته کوي. همدارنګه، مونږ کولای شو د تخلیقی نظریاتو او امکاناتو تصور وکړو. خدای زمونږ په فکرونو او سوچونو باندې پوهیږي او مونږ باید دا غوره کړو چې خپل ذهنونه له ښو فکرونو او سوچونو څخه ډک کړو او خپلو ارزښتونو بنیاد د خدای په حقیقت باندې ودان کړو. بیا به مونږ د خپلو ښو سوچونو مطابق په ښه طريقې سره عمل وکړو.