د يوې ماشوې ډېره زياته تبه وى او د ماشومې مور هغه خپلې مشرې ملګرې له راولى او هغه ورته ووائى چې د هغې نه ګرمې جامې لرې کړى چې د هغې وجود يخ شى او تبه يې کمه شى او هغې له لږې لږې د څښلو اوبۀ ورکړى. ورته ووائى چې د پيو يا د خوراک فکر ئې ونۀ کړى او يوه لونده کپړه ورله په تندى کېږدى او يو ورځ دې صبر وکړى چې تبه يې ختمه شى. څنګه چې يوه مور د خپل ماشوم خيال ساتى هم دغه شان مالِک خُدائ هم په مونږ نظر ساتى او زمونږ خيال ساتى.