وګوره تۀ زما تکليف ته اؤ ما بچ کړه ربه
ځکه چې ما دَ ستا قانون کله هير کړے دے
په عدالت کښې مې دفاع وکړه آزاد مې کړه
خپلې وعدې مطابق تۀ زما ژوند وساته
دَ بدعلمو خلاصون لرې دے اے ربه زما
ځکه چې دوئ ستا دَ قانون ربه لټون نۀ کوى
دَ ستا حکمونو سره ربه څومره مينه کوم
دَ ابدى مينې مطابق مې ژوندون بچ کړه
ربه دَ ستا ټول کلام حق دے رښتونے دے
اؤ دَ ستا صادق کلام ابدى دے ربه
دې سره تړلى آيتونه
ټېګز